هرات کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت مرکز کې د دانش سرا لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هرات د پوهنې رئیس ذکریا رحیمی د یاد ښوونځي د پرانیستې پرمهال وویل: د پوهنې په پراختیا کې د خلکو ونډه خورا ګټوره او اغیزناکه ده، او باید ووایم چې دا ښوونځی د هرات ښار په شپږمه ناحیه کې د خلکو په مرسته جوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به څو نور ښوونځي هم پرانستل شي ، چې مالي لګښت یې د سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوی.
نوموړي د هرات ولایت له پتمنو اولسونو مننه وکړه چې د ښوونځیو جوړولو لپاره يې ځمکه وکړه او ښوونځي یې په خپل شخصي لګښت جوړ کړل، نوموړي د دوی دا چاره وستایله.
همدارنګه د هرات ولایت د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې آغلې مونسې حسن زاده د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او د بیارغونې او پراختیا په برخه کې يې د هرات ولایت د سیمه ییزې ادارې ترمینځ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده ،چې د دانش سرا لومړنی ښوونځی په ۱۳۵۰ متر مربع متره ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د ۱۰ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوی، چې ۸ ټولګي او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
په یاده غونډه کې، په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمیر استازو ، دیني عالمانو ،قومي مشرانو او ښوونکو هم ګډون درلود.
