میدان وردګو ولایت کې ۴۳ ښوونځي بیا رغول کیږي
پوهنې وزارت ، میدان وردګ : په پام کې ده څو په نوي ښوونیز کال کې ۲۰۰ ښوونځي د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په مرسته د اقرا پروژې تر چتر لاندې بیا ورغول شي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس ډاکټر سیعد منصور وویل: تر دې دمه د میدان وردګو ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ۲۸ ښوونځي د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لخوا د اقراء برنامې تر چتر لاندې د ۷۸ میلیونو، ۱۲۷ زرو او ۴۹ افغانیو په لګښت بیا رغول شوي، د نورو٤٣ ښوونځیو ودانیزې چارې لا هم روانې دي چې یاد ښوونځي به د ۲۶۹ میلیونو، ۵۴ زرو او ۳۸۵ افغانیو په لګښت ورغول شي.
نوموړي زیاته کړ: په پام کې ده، چې په دې ولایت کې شاوخوا ١٩٥ ښوونځي ورغول شي، او په دې برخه کې یې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له مرسته مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ښوونځیو په بیا رغونه کې به هراړخیزې مرستې کوي.
