په میدان وردګو ولایت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۵:۳۱
په میدان وردګو ولایت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ خارزار سیمه کې

د خار زار ابتدائيه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام لخوا د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د (۴) میلیونه او(۴۸۴) زره افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په جوړیدو سره یې د سیمې ماشومانو ته د زده کړو خوندی چاپیریال برابرشو .

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس داکټر محمد سعید منصور د دې ودانۍ پر جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS