ښځې د ټولنې رښتينې جوړونکې دي
د پوهنې وزارت سرپرستې، ميرمن رنګينه حميدي، د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو په پار، د ياد وزارت له ښځينه وو کارکوونکو سره ليدنه وکړه.
د نننۍ ورځې په ليدنه کې د پوهنې وزارت سرپرستې د ياد وزارت د ښځينه وو کارکوونکو کاري ستونزې واوريدلې او د دغو ستونزو د هر اړخيز حل ژمنه يې هم وکړه.
ميرمن رنګينې حميدي زياته کړه: په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښځو شتون ډير ګټور دى او د دوى شتون د هيواد د هر اړخيز پرمختګ لامل کيږي، ميرمن حميدي له هغو ښوونکو د زړه له تله مننه وکړه چې د ډيرو ستونزو په ګاللو سره، د هيواد بچيو ته ليک او لوست ورزده کوي او د هغوى په روزنه کې تل هلې ځلې کوي.
ميرمن حميدي وويل: له دې وروسته به هڅه کوو چې د وړتيا پر اساس د ياد وزارت په لوړو اداري برخو کې وړ او ژمنې ميرمنې وګمارو، چې دا چاره به له يوه اړخه ښځې نورې هم په ځان بسيا کړي او له بل اړخه به، په پوهنې وزارت کې د وړتيا لرونکو ميرمنو له ځواک څخه مثبته ګټه پورته شي.
په پاى کې ميرمن حميدې ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت د ښځينه وو کارکوونکو د وړانديزونو، شکايتونو او کاري ستونزو د اوريدو لپاره به مياشت کې يو ځل له ميرمنو سره ګډې غونډې جوړوي او د هغوى ستونزو ته به رسيدنه کوي.
