د پکتیا ولایت په مرکز او څمکنیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې ښوونځي پرانېستل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۰
د پکتیا ولایت په مرکز او څمکنیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې ښوونځي پرانېستل شول

د پوهنې وزارت، پکتیا : د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې ښوونځی د یاد ولایت د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي لخوا په داسې حال کې، چې د یادې ولسوالۍ ولسوال، امنیې قوماندان، پوهنې آمر او قومي مشرانو یې ملتیا کوله پرانیستل شو.

پوهنې رئیس د پرانېستې پر مهال د یاد ښوونځي په پرانېسته خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: له نیکمرغه موږ له ډیرو هڅو وروسته وکړای شول چې په پکتیا ولایت کې د سواد زده کړې دوه دایمي ښوونځي، یو د یاد ولایت په مرکز ګردیز، او بل یې په څمکنیو ولسوالۍ کې پرانیزو.

پوهنې رئیس وویل: له دې نه مخکې موږ د سواد زده کړې په برخه کې د لنډو کلونو لپاره زده کړییز پروګرامونه لرل، خو له دې وروسته به په دایمي ډول موږ د سواد زده کړې بهیر پر مخ بیایو او زموږ هڅه به دا وي، چې د سواد زده کړې لپاره په ټوله پکتیا کې دایمي چوپړتیاووې وړاندې کړو.

د سواد زده کړې د یاد ښوونځي د پرانېستې پر مهال د یادې ولسوالۍ ولسوال، قومي مشرانو او ځوانانو هم خوښي و ښوده او په دې برخه کې یې د پوهنې ریاست هڅې وستایلې.

د سیمې مشرانو، ځوانانو او روحانیونو د یاد ښوونځي را منځته کول د ناپوهۍ او بې سوادۍ پر مخ درنه څپړه و ګڼله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د پوهنې ریاست سره ګډ کار او هراخیزه مرسته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS