پوهنې وزارت کې دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۲:۴۵
سیمینار آگاهی دهی مبارزه با آزار و اذیت زنان در وزارت معارف

پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت د جندر آمریت په نوښت د لوي څارنوالۍ د میرمنو د ځورونې سره د مبارزی ریاست په همکاری په ټولو دولتی ادارو کې (په دفترونو کې د ښځو ځورونې سره د مبارزې) تر سرلیک لاندې سمینار جوړ شو.

په یاد سیمینار کې د لوی څارنوالې استازو اقلیما امیري او عظیمه نعمان په دولتی ادارو کې د زده کړې او کار ځایونو په برخو کې له میرمنو سره د خلکو چلند او همدا راز د ثبت شویو شکایتونو په اړه خبری اتری او نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل، همدارنګه یی د پوهنې وزارت د چنډر آمریت د مسؤلینو د کړونو څخه ستاینه وکړه او په پای کې سپارښتنه وکړه چې د یاد سیمینار ټول موضوعات به د پوهنې وزارت له ښځینه کارکوونکو سره شریکوئ .

همدارنګه سیما سرشار د پوهنې وزارت د جنډر آمریت سرپرستې، د پوهنې وزارت په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو موجوده ستونزو یادونه وکړه او د حل په موخه یی د لوی څارنوالۍ له مسوولینو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه چې د بلمقابل لوري څخه د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.

په دغه سیمینار کې د پوهنې وزارت ۲۰ تنو ښځینه کارکوونکو د یو ورځې لپاره کډون کړي و چې هدف یې په پوهنې وزارت کې د میرمنو مساواتو درک او خوندي کاري چاپیریال برابرول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۸:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت سرپرستې سيدالشهدا ليسې څخه ليدنه وکړه

پوهنې وزارت، کابل: نن دوشنبه د پوهنې وزارت سرپرستې د سيدالشهدا ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه، يادښوونځي څخه ليدنه وکړه.

په ليدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴
Background image

ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د دوی د هم قطارانو په استازیتوب په یوې خبري ناسته کې، د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سید الشهدا لیسې دروازې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

مطبوعاتي اعلاميه

څرنګه چې څرګنده ده پرون مازيګر د کابل ښار دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي مخته بريد و شو، چې په پايله کې يې د زده کوونکو په ګډون يو شمير ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول

د پيښې په. . .

BACK TO NEWS