د پنجشیر ولایت پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴
د پنجشیر ولایت پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ

د پوهنې وزارت، پنجشیر: د پنجشیر ولایت دپوهنې رئیس مولانا عتیق الله کریمی "ملت ته د دولت د حساب ورکولو" ترعنوان لاندې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د یاد ولایت مقام مشر تابه، د دولتي ادارو ریسانو، مدني ټولنو غړو او د رسنیو استازو په شتون کې د ۱۳۹۹ کال کاري راپور وړاندې کړ.

په یاده غونډه کې د پنجشیر د پوهنې رئیس مولانا عتیق الله کریمی خپلې کړنې، لاسته راوړنې او پلانونه څرګند کړل او وي ویل: د نجونو په ۸ ښوونڅیو کې د کمپیوټر خونو پرانیستل، په ولسي جرګه کې د خلکو پیژندل شوي وکیل خان آغا رضا او مشرانو جرګي لومړي نایب الحاج عالم ایزدیار، لخوا د کانکور آزموینې د چمتووالی کورسونو جوړول، په لرې پرتو سیمو کې د ژمنیو کورسونو جوړل، په ښوونځیو کې د درسي کتابونو چمتو کول د هغه فعالیتونو یوه بیلګه وه چې خلکو ته وړاندې شوي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د یاد شوي کلني راپور په تړاو یو شمیر ګډونوالو او ژورنالیستانو پوښتنو ته د پوهنې رئیس لخوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS