په سرپل کې د "سولې او زرغون نیالګي" تر عنوان لاندې د نیالګیو کښینولو کمپاین پیل شو
د پوهنې وزارت، سرپل: د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د چاپیریال زرغون کول، د طبیعت ښکلا په موخه د «سولې او زرغونتیا نیالګي» تر نامه لاندې د نیالگیو کښینولو کمپاین د سرپل ولایت والي او د پوهنې ریاست دمسوولینو لخوا پداسې حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر رئیسانو، د مدني ټولنې فعالانو او د رسنیو استازو ګډون درلود د پوهنې ریاست په انکړ کې د نیالګۍ په کینولو سره پیل شو.
دپوهنې ریاست تدریسی مرستیال او سرپرست سیدعبدالقادر ایوبي د کمپاین برخه والو او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د نیالګیو کښینول د پاک چاپیریال او د آزادۍ او سولې لپاره د خلکو لوړې روحیې او غوښتنې یادې کړې.
همدارنګه د سرپل والي د نیالګیو د کښینولو کمپاین څخه ملاتړ وکړ د چاپیریال ساتنې ریاست او د ولایت ټولو اوسیدونکو څخه یې مننه وکړه چې دوی دښاري مسؤلیتونو په توګه د نیالګیو د کښینولو کمپاین څخه ملاتړ وکړي .
ښاغلي مراد زیاته کړه؛ د خوښي ځاي دې چې سږکال د نیالګیو ایښودلو کمپاین د پوهنې ریاست څخه پیل شوی، کوم چې د ټولنې اساس جوړوي، د پوهنې ریاست چارواکي باید یاد کمپاین عام او په ټولو ښوونځيو کې د نیالګیو کښینول پیل کړئ.
له بلې خوا د سر پل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس انجینر محمد سلیم رنجبر د خپلو خبرو پرمهال وویل: سږکال به دغه ریاست د طرزالعمل له مخې ټولو دولتي ادارو ته شاوخوا ۵۰۰۰ نیالګي وویشل شي.
