په لوګر کې د کوچي ماشومانو لپاره یو نوی ځانګړی ښوونځۍ تاسیس شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۳:۳۲

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر مرکز اړوند د صدیق خیلو په کلي کې د کوچي ماشومانو لپاره د الحاج میر علم خان صدیق خیل په نوم یو نوی لومړنۍ ښوونځۍ تاسیس شو.

دغه ښوونځۍ په یاده سیمه کې د شته مېشتو کوچیانو د پرله پسې غوښتنو له مخې د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته فعال شو.

د نوموړي ښوونځي په تاسیس سره به په راتلونکي ۱۴۰۰ ښوونیز کال کې نژدې ۳۰۰ کوچي ماشومانو ته د زده کړو ویلو زمینه برابره شي.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي په تاسیس کېدو خوښي څرګندوي او د صدیق خیلو کلي له اوسېدونکوغوښتنه کوي، چې په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې خپل ماشومان په دغه ښوونځي کې شامل کړي.

په لوګر کې دا مهال د کوچي ماشومانو لپاره د یوې دیني مدرسې په ګډون ۱۷ ځانګړي ښوونځي شتون لري، چې له ۲ زرو ډېر کوچي ماشومان په کې زده کړې کوي.

د یادونې وړده، چې د روان ۱۳۹۹ ښوونیز کال له پیله تر اوسه په لوګر کې د نجونو او هلکانو ۵ نور ښوونځي هم تاسیس شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS