په لغمان کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د زده کوونکو تر منځ علمي سیالۍ ترسره شوي
د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان پوهنې ریاست په همکاری او د یو نیسف موسسې په مالي لګښت د ماشومانو نړیوالي ورځي په مناسبت د لغمان ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ علمي سیالۍ جوړه شوه٠
په نوموړي سیالۍ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند او بیلا بیلو ولسوالیو د ښوونځیو ۲۰ تنو هلکانو او نجونو زده کوونکو ګډون کړی، چې د سیالۍ په پایله کې هلکانو زده کوونکو د ۹۸ نمرو په ګټلو سره لمړي مقام او نجونو د ۸۰ نمروپه اخیستلو سره دویم مقام تر لاسه کړ.
د لغمان پوهنی رییس عبدالله حمیدي د یونیسف موسسې د دوامدارو هکاریو نه مننه وکړه، او دغه سیالۍ يې مثبته ارزیابي کړه او د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو څخه یي غوښتنه وکړه چی په خپلو ولسوالیو کې دارنګه مثبتې سیالی په لار واچوي ترڅو زده کوونکي په خپلو درسونو کې هڅې وکړي.
د سیالۍ په پای کې یوتن زده کوونکي فضیله نوراني د رییسې او کفایت الله د پوهنې مرستیال په توګه تمثیل تر سره کړ اوغونډه په دعا سره پای ته ورسیده٠
