د فاریاب د پوهنې ریاست د دریمو خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_فاریاب: د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځيو د آمرینو د ۱۴ خالي بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۴۹ کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې آزموینې د اخیستلو په موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، د پوهني ریاست مسوولینو سربیره ، د ښځو چارو رییسې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.
دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم د یوي ځانکړې ګمیټې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۴۹ تنو پکي ګډون کړی و واخیستل شوه، چې وروسته به ۱۴ تنه د بریالیتوب په صورت کي په دریم بستونو کې د میمنې ښار اړونده ښوونځیو کې د آمرینو په حیث په دندو وګمارل شي.
فاریاب د پوهنې رییس د دې آزموینې تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې پدې پروسه کې، وړ او مسلکي کسان به پر دندو وګمارل شي.
د پوهنې رییس ټینګار وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې د کیفیت د ښه والي لپاره ، له هرې ممکنې لارې کار اخیستل شوی ترڅو په فاریاب کې د پوهنې په برخه کې د مثبت او مؤثره بدلون شاهد اوسو.
