میدان وردک کې د چټګو زده کړو ټولګیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۴:۴۹
میدان وردک کې د چټګو زده کړو ټولګیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_میدان وردک: د میدان وردک ولایت د چټګو زده کړو د ټولګیو د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو دري ورځنۍ روزنیز ورکشاپ د یاد ولایت د ښوونکو د روزنې دریاست د غونډو په تالار کې پیل شو.

د دغه ورکشاپ موخه د یادو ښوونکو د ظرفیت لوړول دي چې د يونیسف نړیوالې ادارې په مالي مرسته او د پوهنې ریاست په همکاری د دریو ورځو لپاره جوړ شوی، چې د میدان وردک ولایت د مرکز او ولسوالیو د چټګو زده کړو ۲۲ تنه ښوونکې پکې ګډون لري.

د میدان وردک ولایت د پوهنې رییس د یونیسف له ادارې مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو د ظرفیتونو په لوړولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.

د پوهنې رییس د دې ورکشاپ له ګډونوالو ښوونکو وغوښتل، چې یادېدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او د تدریس پر مهال یې په ټولګیو کې عملي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS