په بامیان ولایت کې د ذکریا فولادی لېسي د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۲:۱۴
په بامیان ولایت کې د ذکریا فولادی لېسي د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د پوهنې وزارت_بامیان: د بامیان ولایت د مرکز اړوند د ذکریا فولادی د هلکانو لېسي د ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولایت دوالي سید انور رحمتی، د پوهنې ریاست سرپرستي او تدریسي مرستیالي لخوا په داسي حال کې چې د امنیه قومندان زبر دست صافی، د ملی امنیت رییس، د (UNHCR) اداري استازي، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود کیښودل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د کمپیوټر لب، کتابخانه، ۵ غرفي تشنابونه، او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري، د شاوخوا ۲۱ میلیونه ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت به د ملګروملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته جوړیږي. چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یاد ښوونځي ۶۲۲ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

د بامیانو والي سید انور رحمتي د نوې ودانۍ د جوړیدو له امله د مبارکۍ ویلو پرمهال له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د با کیفیته ودانۍ جوړولو لپاره خپلې هڅې وکړي. ښاغلي رحمتي د خلکو شورا او د زده کونکو له والدینو څخه هم وغوښتل چې د ودانۍ د رغولو چارې به په بشپړ ډول وڅاري او د ستونزو په صورت کې دې پوهنې ریاست ته راپور ورکړي.

د پوهنې ریاست سرپرستي فوزیه محیبي د ملګروملتونو د کډوالو ادارې د مرستې او همکاری نه مننه او قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د (UNHCR) دفتر همدا اوس په بامیان ولایت کې د دریو ښوونځیو جوړولو په پروژه کار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS