کاپیسا کې د نجونو یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۲:۲۳
کاپیسا کې د نجونو یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_کاپیسا: د کاپیسا ولایت د کوهستان په لمړی حصه کې د ملا خلیلو د نجونو لیسي نوې ودانۍ د ۷ ملیونو افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او دغه ښوونځۍ د بي بي صفورا عزیز د نجونو په لیسه ونومول شوه.

په هغه مراسمو کې چې د ملا خليل د نجونو د لیسې په انګړ کې ترسره شول؛ د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجني، د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار، د ښاري پلان جوړونې ولایتي رییس خواجه مسرور صدیقي، قومي مشران، ښوونکې او یو زیات شمیر زده کونکي حاضر وو.

د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله د ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي عیار د معیاري ښوونځیو جوړول د زده کړې یو له مهمو عناصرو څخه وبله او زیاته یې کړه چې د دې ودانۍ په پرانیستلو سره به د زده کونکو ستونزه د درسي ځای د نشتوالي له امله حل شي.

د کاپیسا ولایت د ښاري پلان رییس خواجه مسرور صدیقي په وینا چې؛ دغه ودانۍ د ښار د پراختیا او ځمکو وزارت له بودیجې څخه د ۷ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ۱۰۰۰ مترمربع ځمکي په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې ۶ درسي خونې، د احاطی دیوال، د څښاک اوبو څاه، تشنابونه، لمریزې بریښنا دستګاه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۶
Background image

د پوهنې محترم وزیر، د کابل ښار لسمې ښوونیزې حوزې په اړوندو ښوونځیو کې له معیاري ازموینو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د کابل ښار په اماني عالي لېسه کې د لسمې ښوونیزې حوزې اړوندو ښوونځيو له معیاري ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر له یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

BACK TO NEWS