خبرتیا!
د دریم ځل لپاره هغه قراردادي شرکتونه چې د نړیوال بانک لخوا تمویل شوې پروژې چی د پوهنې وزارت د ایکویپ برنامې تر پوښښ لاندې دي او د ١٣٨٨ څخه تر ١٣٩٦ کلونو پوري یي د تامیناتو پیسې نه دي تر لاسه کړې خبر ورکول کیږي چې نن د ١٣٩٩ کال د وږي ۱۶مې نیټې څخه تر ۶ ورځو پورې د خپلو اسنادو قانوني طی مراحلو پروسه ختمه او د خپلو تامیناتو پیسې تر لاسه کړي.
د ټاکل شوې مودې وروسته د پروژو د تامیناتو پیسې نړیوال بانګ ته ور ګرځي او بیرته د را ګرځیدو امکان نشته چې په دې اړه بیا هیڅ شرکت د شکایت حق نه لري.
