خبري اعلامیه
(نظافت د ایمان برخه ده)
د کاري او تعلیمي چاپیریال پاکولو لپاره عمومي حشر پیل شو
د پوهنې وزارت_کابل: د ښوونې او روزنې مرکزونو، اداري دفترونو او چاپیریال پاکولو په موخه، د ټول هیواد په کچه د پوهنې وزارت د رهبرۍ، معینانو، رییسانو، ټول اداري کارکوونکي، تدریسي او خدماتي کارکوونکي په ګډون عمومي حشر پیل شو.
د دې برنامې په دوام کې، چې د پوهنې وزارت څخه پیل شوی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ټولو اداري او تعلیمي دفترونو ودانۍ به د دې ریاست د کارمندانو لخوا د کثافاتو څخه پاکې شي.
د پوهنې وزارت سرپرستې، آغلې رنګینې حمیدي د عمومي حشر، او د کثافاتو له شتون څخه د کاري ځایونو پاکول د پوهنې وزارت د ټولو کارکوونکو مسؤلیت وباله او د دې وزارت له کارکوونکو یې وغوښتل چې شخصي د چاپیریال حفظ الصحه په پام کې وساتي.
د پوهنې وزارت د خدمتونو څانګې مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د دې برنامې پلي کول وڅاري او د دوی د نظارت راپور د پوهنې وزارت مشرتابه سره شریک کړي.
هغه کارمندان او څانګې چې پدې برنامه کې لوی رول لوبوي د پوهنې وزارت رهبریت لخوا به تشویق او د هغوی ملاتړ وشي.
