د پوهنې وزارت سرپرستې د ارزګان له والي سره ولیدل

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۷:۱۲
د پوهنې وزارت سرپرستې د ارزګان له والي سره ولیدل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د ارزګان له والي ښاغلي اسدالله سعید سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

آغلې حمیدي د ارزګان له والي نه مننه وکړه چې د معارف د پرمختګ اواصلاحاتو په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.

آغلې حمیدي زیاته کړه: له بده مرغه تر اوسه هم د ارزګان په معارف کې یو شمیر زیاتې ستونزې شته خو پوهنې وزارت به په خپلو هڅو سره په هیواد کې په محرمو سیمو په تیره د ارزګان ولایت د ښوونې او روزنې په برخه کې د دغه ننګونو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.

آغلې حمیدي څرکنده کړه: ښوونه او روزنه د هیواد د هر بچي حق دی او ټینګار یې وکړ د ښوونې او روزنې د ښې زمینې برابرول په تیره د نجونو لپاره او د ښځو لپاره په دولتي ادارو کې د کار په پیدا کولو کې په جدي توګه کار کوي او په دې لاره کې د خلکو علماوو محلي مسوولانو ملاتړ ته له مخکې نه زیات ضرورت دی.

ورپسې ښاغلي سعید په ارزګان ولایت کې له اصلاحاتو، پرمختګونو او د معارف په برخه کې ځینو ستونزو لکه د درسي کتابونو د نشتون ستونزه، د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو کمبود، د آزموینو اخیستل او د دیني مدارسو د شاګردانو داسنادو تصدیقول او ځینې نورو مسایلو خبرې وکړې.

په پای کې ښاغلي سعید د پوهنې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هره برخه کې په تیره د ښوونې او روزنې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون تقویه کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۱
Background image

په زابل کې یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند ښوونځیو ۶۰ تنو ښوونکو ته د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج تر سرلیک لاندې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

په جوزجان کې یو ښوونځي لپاره له ۱۰۰۰ مترمربع څخه زیاته ځمکه وقف شوه

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند خالد بن ولید (رضی‌الله‌عنه) لومړني ښوونځي لپاره د یو تن معارف دوست شخص له لوري ۱۴۰۰ متره مربع ځمکه، چې شاوخوا ۶۵۰ زره افغانۍ ارزښت لري، وقف شوې ده.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د بدخشان ولایت په یو ښوونځي کې د پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ اړوند پسپل لېسې لپاره د ۲۱۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۱۲۰ متره ژور څاه وکیندل شو.
یاده څاه د دوو خیرخواه ځوانانو په شخصي لګښت جوړ شوی، چې په دې. . .

BACK TO NEWS