د پوهنې پخوانی شخصيت استاد خداداد يفتلي د مړينې له کبله د ډاډګیرنې پيغام
د پوهنې وزارت_کابل: په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پوهنې وزارت پخوانی ښوونکی او د تفتيش رياست پخوانی رييس خداداد يفتلي د ور پيښې ناروغۍ له کبله د دې فاني نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې.
انا لله وانا اليه راجعون
د تفتيش پخواني رييس خداداد يفتلي د پوهنې وزارت په بيلا بيلو څانګو کې فعاليتونه کړي او د دې وطن بچيانو ته د زده کړی په برخه کې په خدمت بوخت وو او د پام وړ خدمتونه يې ترسره کړي دي
د پوهنې وزارت رهبري هیئت او کارکوونکي د استاد خداداد يفتلي مړينه د پوهنې کورنۍ ته يوه ستره تشه بولي؛ متوفات ته د لوی رب له درباره د فردوس جنت غوښتنه اودرنې کورنۍ ته يې د لوی الله څخه د جميل صبر هيله لري اوپه دې غم کې ځان ورسره شريک ګڼي.
د پوهنې وزارت رهبري هیئت او کارکوونکي
