د پوهنې وزارت د تدریسي، اداری او خدماتي څانګو د ټولو کارکوونکو د وري د میاشتې معاشونه د رخصتیو په موده کې ورکول کیږي

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱/۹ - ۱۲:۱۰

پوهنې وزارت ـ کابل: د کابل ښار، کابل ولایت او هرات ولایت په ګډون د ټولو ولایتونو د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې د رخصتیو مودې معاشونه د ورکړې وړ دي.
پوهنې وزارت د تدریسي، اداري او خدماتي څانګو ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د پوهنې وزارت مالي څانګې په هر ډول شرایطو کې د خدمت کولو لپاره چمتو دي او د هغوي معاشونه به د پخوا په څير ورکول شي.
پوهنې وزارت د اوسني حالت په درک کولو سره ژمنه کوي چې د کویدــ ۱۹ ویرویس د خپریدو له ویرې د رخصتیو له امله به د یاد وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د وري د میاشتې معاشونه به له ځنډ پرته ورکول شي
د اداري، تدریسي او خدماتي کارکوونکو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې معاشونه د کار لاندې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د یاد وزارت د کارکوونکو بانکي حسابونو ته د هغو د لیږد پروسه پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS