بریتانیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له ښه والي څخه ملاتړ کوي.

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۵:۳۳
بریتانیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له ښه والي څخه ملاتړ کوي.

پوهنې وزارت- لندن: د نړیوالې پراختیا په چارو DFID کې د بریتانیا د دولت وزیر آندره استفان ام.پي د افغانستان د پوهنې له وزیر ډاکټر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له ښه والي څخه د ملاتړ ژمنه ورکړه.

دا لیدنه په لندن کې د 2020 The Education World Forum نړیوال کنفرانس په څنډه کې تر سره شوه.

ډاکتر بلخي په دې لندنه کې د افغانستان په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو په برخه کې د یاد وزارت د لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ؛ د ښوونځي څخه پاتې ۳.۷ میلیونه ماشومان څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې ماشومانو ډيره برخه نجونې تشکیلوي.

د هیواد پوهنې وزیر همدارنګه د ښوونیز سیستم د ظرفیت لوړولو او معیاري کولو اړتیا، د زده کوونکو لپاره د ښه ښوونیز چاپیریال نشتوالۍ، بې ودانۍ ښوونځيو او د افغانستان ماشومانو څخه د ساتنې او پاملرنې په برخه کې د شته ستونزو څخه یادونه وکړه او د هیواد له ښوونې او روزنې او له پورته برخو څخه د بریتانیا د ډیرو همکاریو غوښتونکۍ شو.

همدارنګه د نړیوالې پراختیا په چارو DFID کې د بریتانیا د دولت وزیر استفان ام. پي ژمنه ورکړه چې د ماشومانو ښوونې او روزنې په نورو برخو کې به له افغانستان سره همکار اوسي.

د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.

د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS