ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۱۸ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالي د پټله عالیسنګي کلي د نجونو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړیدلو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه ا و اساسي ډول په دوو پوړنو کې د یوکال په موده کې د ۱۸ نیم میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري جوړیزي، چې ۸ درسي ټولګي ، ۲ ادارې خونې، کتابتون، کمپیوتر لېب، پنځه تشنابونه، د پاکو اوبو څاه، د برښنا منظم سیستم، د اوبو ذخیره او احاطوي دیوال به ولري.
د یادې پروژې د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د پکتیا ولایت ښارجوړونې او ځمکو ریاست اړوند د یادې پروژې د څارنې او مراقبت انجینر ولید خان ځدران، د پوهنې ریاست مسوولینو، ځایی مسوولینو او د ځاځیو قوم بیلابیلو قومي مشرانو ګډون درلود.
