په روان کال کې د ۴۷ میلیونو څخه ډيرې افغانۍ د ښوونکو د پور لپاره ورکړل شوې دي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۹
په روان کال کې د ۴۷ میلیونو څخه ډيرې افغانۍ د ښوونکو د پور لپاره ورکړل شوې دي

پوهنې وزارت_کابل: په روان لمریز کال کې د ۲۱۴۵ ښوونکو لپاره چې د هغو له جملې څخه یې ۱۳۳۵ میرمنې دي د پور د صندوق له لارې د کابل او هرات په ښارونو او ولایتونو کې د ښوونکو لپاره ۴۷۵۰۲۰۰۰ افغانۍ پورونه ویشل شوي.
د ښوونکو لپاره د پور صندوق د کابل او هرات په ښارونو او ولایتونو کې فعاله دي او په راتلونکو ورځو کې به د بلخ او ننګرهار په ولایتونو کې به هم په فعالیت پیل وکړي
د ښوونکي د پور صندوق پرانستلو لپاره مالي اړتیا چې ۸ میلیونه افغانۍ کیږي د یادو ولایتونو د ښوونکو د پور صندوق ته استول شوي.
پوهنې وزارت په پام کې لري چې په ۱۳۹۹ ښوونیز کال کې د ښوونکو لپاره د پور صندوق په خوست، بدخشان او کندهار په ولایتونو کې هم فعاله کړي.
د ښوونکي د پور اندازه به په ښوونې او روزنې کې د هغه خدمت ته په پام سره په کلني قسطونو کې ورکړل شي او ویشل شوی پور به د ښوونکو له میاشتني معاش څخه د بانکي کمیشن پرته د سلنې په ډول وګرځول شي
اوس مهال د ښوونکي لپاره د پور په صندوق کې شته پیسې ۱۲۸،۶۰۴،۴۲۹ افغانۍ دي او د ۷۱۴۴ ښوونکو لپاره د پور ورکړه چمتو شوې ده.
د ښوونکې په صندوق کې شته نغدې پیسې د مرستو له لارې چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۲،۰۰۰،۰۰۰ افغانۍ د جلالتمآب ولسمشر له لورې مرسته شوي په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې د پوهنې وزارت له عادي بودجې څخه ۳۰،۰۰۰،۰۰۰ افغانۍ لیږدول شوي او په ۱۳۹۷ کال کې ۶۷۴۰۴۴۲۹ افغانۍ د ګمرکونو له لارې او ۲۱۶۰۰۰۰۰ افغانۍ د حاجیانو د سفریې له لارې او په ۱۳۹۷ کال کې ۲۳۰۰۰۰۰ افغانۍ د وزیرانو، معینانو او د ۲۸ خپلواکو ادارو رئیسانو له لوري د یوه میاشتني معاشونو له لارې مرسته شوې دي، او ۵۳۰۰۰۰۰ شته لګښت د افغانستان جمهوري اسلامي دولت کابینې د ۱۳۹۷ کال د وري ۱۵ مې لمړۍ شمیرې مصوبې څخه وړاندې په دې صندوق کې راټولې شوې دي..
پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد صندوق مالي پیاوړتیا په صورت کې به د ښوونکو لپاره د پور اندازه هم زیاته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS