پوهنې وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل
پوهنې وزارت- لغمان: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي آصف ننګ سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د دې سفر په ترڅ کې دواړو لورو د یاد ولایت د ښوونې او روزنې حالت او د شته ستونزو او ظرفیتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي هم شتون درلود په لغمان ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د ستونزو موضوع په اړه بحث او څیړنه وشوه.
ډاکتر بلخي په دې اړه وویل چې لغمان ولایت د اقرا پروژې د ښوونځيو ودانیو جوړولو په دوهم پړاو کې دۍ او د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونځيو ودانیو جوړولو او بیارغولو په برخه کې جدي هڅې کوي.
آصف ننګ په دې غونډه کې د ولایتونو ښوونې او روزنې حالت ښه والي لپاره یې د پوهنې وزارت مشرتابه له غوره کړنو څخه ستاینه وکړه او همدارنګه د لغمان ولایت د ښوونې او روزنې لپاره د لغمان ولایت مقام له همکاری څخه یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې به تل همکاري وکړي.
د لغمان والي له دې امله چې لغمان ولایت هیڅ تړلۍ ښوونځۍ نه لري خوښي وښوده او د نجونو د زده کړو پیاوړتیا په برخه کې يې د جدي هڅو څخه خبر ورکړ.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس عبدالله حمیدي په دې لیدنه کې وویل چې د لغمان په ولایت کې، په ۳۳۳ ښوونیزو مرکزونو کې ۲۱۵ زره نجونې او هلکان زده کړې کوي او زیاته یې کړه چې د پوهنې ریاست د کارکوونکو د بایومتریک لړۍ هم پاې ته رسیدلۍ دۍ.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه د ولایتونو ښوونې او روزنې حالت څیړلو او د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په موخه ولایتونو ته سفر کوي.
