د خوست په ښوونځیو کې د ښه نظم راوستو له امله د څاروندویانو ډلې وستایل شوې
د پوهنې وزارت_خوست: خوست ولایت کې د مختلفو لېسو د څاروندویانو ډلې په خپلو ښوونځیو کې د ښه نظم راوستو له امله وستایل شوې.
په هغه غونډه چې په همدې مناسبت د خوست ښار په جرګو تالار کې جوړه شوی وه، د پوهنې رئیس سربېره پکې د زده کوونکو والدینو او مدني فعالانو ګډون کړی ؤ.
د مراسمو په پیل کې د پوهنې ریاست د څاروندی مدیریت غړي قمر خان کامران د څاروندی مدیریت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د غونډې ګډون والو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل ده په خپلو خبرو کې وویل، چې سږ کال په ۹۷ ښوونځیو کې د څاروندی نوي کمیټې ایجاد شوي دي چې تر بل هر وخت یې په ښوونځیو کې زیات نظم راوستلی دی.
مراسمو ته د عبدالحی حبیبي لېسې معلم د څاروندی معلمینو په استازیتوب حضرت محمد هنر یار خوښي وښوده چې هڅې یې ستایل کېږي.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان مراسمو ته په خپله وینا کې یو ځل بیا په مکاتبو پر نظم ټینګار وکړ او هغه ښوونکو او زده کوونکو یې مننه وکړه، چې په خپلو ښوونځیو کې نظم بر قرار کړی دی، ده زیاته کړه همدا ګلالي زده کوونکي دي چې مکتب یې خپل کور ګڼلی دی او منظم ساتلی دی.
د مراسمو په پای کې د څاروندویانو کمیټې غړو ښوونکو او زده کوونکو ستاینلیکونه ورکړل شول، تر څنګ یې د زده کوونکو والدینو ته هم د ښوونځیو سره د ښې همکارۍ له امله ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
