د لغمان د ښوونکو د ښار ګوټي د ستونزو په تړاو د پوهنې وزارت د پلاوي سفر
د پوهنې وزارت_لغمان: د پوهنې وزارت د املاکو رییس مولوی عبدالعزیز په مشرۍ یو پلاوۍ دلغمان ولایت د علينګار د ښوونکو د ښارګوټي د ویش د څرنګوالي او شته ستونزو په تړاو دغه ولایت ته رسیدلي دي
د املاکو د رییس سره لغمان ته تللي پلاوي کې د پوهنې جليله وزارت څخه په پارلماني چارو کې د پوهنې وزیر ستر سلاکار ښاغلي محبوب الله صديقي، د ښوونکو د ښارګوټو مسوول ښاغلي محمد حبيب خوستي هم ملتيا کوله .
لغمان ته تللي پلاوي لومړی د دې ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حميدي ، د علينګار ولسوالۍ د پوهنې آمر ښاغلي فضل الرحيم ، د لغمان د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي سره وکتل د ښارګوټي د ويش په څرنګوالي يې لازمې مشورې شريکې چې دښوونکو د استازو له لوري راغلي پلاوي سره ستونزې شريکې شوې.
یاد پلاوي د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سره هم ولیدل د ياد ښارګوټي کې په ننګونو او امنيتي تدابيرو يې خبرې وکړې ، چې دښاغلي والي له لوري ورته دهر راز مرستو ډاډ ورکړل شو.
