پوهنې وزیر په افغانستان کې د یونسکو له نوي رئیس سره د پیژندګلوي لیدنه وکړه.
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په افغانستان کې د یونسکو له نوي رئیس جردن نیادو او د یونسکو ښوونې او روزنې نوي مسئول سنتوش کاتري سره پیژندګلوي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ډاکتر بلخي جردن نیادو او سنتوش کاتري ته په یونسکو کې د نوي مسئولیت مبارکي ورکړه او په افغانستان کې د یونسکو پخواني رئیس پاتریشیا مک فلیپس کړنې یې وستایلې.
پوهنې وزیر په دې خبره ټينګار وکړ چې یونسکو د ښوونې او روزنې حالت ښه والي لپاره په ځانګړي ډول د سواد زده کړې، ښوونیز نصاب او د چټکو زده کړو تر سره کولو په برخه کې یو ژمن همکار دۍ او هیله یې وښوده چې د یونسکو سره به د همکاریو لړۍ پیاوړې شي.
په دې لیدنه کې جردن نیادو د یونسکو نوي رئیس د پوهنې وزارت مشرتابه سره يې ژمنه وکړه چې په ټول افغانستان کې به د ښوونې او روزنې پراختیا او ښه والي په لاره کې د پوهنې وزارت همکار و اوسي.
