دپکتیا یوه ښوونځي ته لابراتواري توکي ورکړل شول
پوهنې وزارت_ پکتیا: د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د رباط مهاجرینو ښوونځي ته لابراتواري توکي ورکړل شول.
دغه توکي د پاملرني موسسي له خوا ورکړل شول، چې شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
په ورکړل شویو توکو کې د لابراتوار بیلا بیل وسایل او توکي شامل دي، چې زده کوونکو ته د عملي زده کړو په ورښودلو کې به ترې کار واخېستل شي.
د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچي څاځي د یادې مرستې د سپارلو پر مهال وویل، چې دغې مرستې د یاد ښوونځي د لابراتواري وسایلو د نشتون ستونزه هواره کړه.
د یادونې وړده، چې د ښوونځیو په لابراتوارونو کې د ساینسي او ریاضي مضمونونو هغه تجربې په عملي ډول زده کوونکو ته ورښودل کېږي، چې هغوی د ښوونځیو په کتابونو کې لوستې وي.
