د ښوونې او روزنې څخه د والدینو ملاتړ تر نامه لاندې پوهنې وزارت یو ورځنۍ ورکشاپ تر سره کړ
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې د ښوونې او روزنې څخه د والدینو ملاتر تر نامه لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ تر سره شوه.
دا ورکشاپ د پوهنې وزیر په لارښوونه د ښوونې او روزنې څخه د والدینو د ډير ملاتړ په موخه د کابل ښار او ولایت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ۵۰ تنو مدیرانو او د زده کوونکو والدینو شورا غړو لپاره تر سره شو.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر د والدینو شورا او ښوونځيو شورا پر رول ټينګار وکړ او ویې ویل چې د پوهنې لسیزې په چوکاټ کې به هڅه وکړو چې د ماشومانو ښوونې او روزنې باندې د ښوونځي، والدینو او د ښوونځيو شوراګانو یو لړ هڅې دخیلې کړو.
د دې پروګرام په پاې کې د هر ګروپ استازو، خنډونه او حل لارې د پوهنې وزیر او د علمي شورا له رئیس سره شریکې کړې.
