خبري اعلامیه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۱۰:۵۴
خبري اعلامیه

د 1398 کال په لړ کې د هیواد په 27 ولایتونو کې د 800 زره څخه ډیر زده کوونکي په ښوونځيو کې جذب شوي دي.
پوهنې وزارت_کابل: د 1398 کال په لړ کې د هیواد په سړو سیمو کې 842735 نوي زده کوونکي د ابتداییه دورې لمړیو ټولګیو ته جذب شوي دي او د نویو شامل شویو زده کوونکو څخه (43 سلنه) 361001 تنه یې نجونې دي.
په روان لمریز کال کې یواځې په سړو سیمو ولایتونو کې، د 1397 لمریز کال په پرتله په تودو او سړو سیمو کې د نويو شامل شویو زده کوونکو شمیر څخه ټولټال 70000 لوړوالۍ ښيي.
په روان لمریز کال کې د پوهنې وزارت ژمنې سره سم د زده کوونکو په خدمت کې غوره ټولګي جوړ او پیاوړي ښوونکي په دنده ګمارل شوي دي. او په اوسني وخت کې د نویو زده کوونکو د جذبولو لړۍ په 7 تودو سیمو ولایتونو کې چې (کندهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، کنر او ننګرهار) دي دوام لري.
پوهنې وزارت په هیواد کې د زده کوونکو شمیر د زیاتوالي په موخه د پوهاوي مختلف پروګرامونه د رسنیو او د ښوونځيو شوراګانو له لوري پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په 1398 کال کې په ابتدایي دورو کې د 1 میلیون نویو زده کوونکو جذبول د پوهنې وزارت له موخو څخه وو.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS