پوهنې وزیر د لاس مینځلو نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۶:۴۵
پوهنې وزیر د لاس مینځلو نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ

 

پوهنې وزارت- کابل: د لاس مینځلو نړیوالې ورځې څخه د “پاک لاسونه د ټولو لپاره” تر شعار لاندې د سوریا په عالي لیسه کې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې لمانځنه وشوه.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د یونیسف استازي شیما سن ګوپتا او د عامې روغتیا،د کلیو پراختیا او بیارغونې معینانو او یو شمیر میرمنو هم ګډون درلود.
پوهنې وزیر پدې غونډه کې زیاته کړه چې په اوبو او صابون سره د لاسونو مینځل زمونږ په روغتیا کې اساسي رول لوبوي. نو له دې امله ټول ښوونکي، زده کوونکي او خلک دا کار باید خپل عادت وګرځوي. د لاسونو مینځل یو وړوکۍ او د یوې ورځې کار نه بلکه یوه مهمه موضوع ده چې زمونږ په کلتور باندې بنسټيزه اغیزه لري.
پوهنې وزیر زده کوونکي په ټولنه کې د روغتیايي مسئلو د خپرولو سفیران یاد کړل او زیاته یې کړه چې د دې کلتور پیل د ښوونځي څخه کیږی، ښوونکي، د خلکو شوراګانې او والدین باید په ښوونځيو کې په روغتیایي برخو چې لاس مینځل يې یوه برخه ده ټینګار وکړي او د هیواد ۹ میلیونه زده کوونکو لپاره د روغتیایي چاپیریال په اړه د پوهاوي زمینه له وړاندې برابره کړي.
د عامې روغتیا معین فدا محمد پیکان پدې اړه زیاته کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د عامې روغتیا وزارت د سروې له مخې په ټول افغانستان کې یواځې ۳۶ سلنه کورونه اوبه او صابون لري.او پدې برخه کې باید اړوندې ادارې د عامه پوهاوي په خپراوي کې همغږي ولري.
د کلیو پراختیا وزارت معین محمد عیسی قدرت پدې غونډه کې وویل چې د کلیو د اوبو رسونې او د ښاري تړون پروګرام له لارې یاد وزارت تر دې دمه 18 ولسوالۍ د پاکو ولسوالیو په توګه، چېرته چې روغتیایې برخو ته پاملرنه کیږې پیژندلي دي او د روان لمریز کال تر پایه به 30 ولسوالۍ وپیژندل شي.
د ښځو چارو وزارت معینې نبیله مصلح پدې غونډه کې ژمنه وکړه چې د روغتیايې برخو ښه والي او پوهاوي لپاره په ځانګړي ډول د نجونو او میرمنو لپاره به د پوهنې، نورو وزارتونو او موسسو سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف استازې شیما سن ګوپتا یاده کړه چې د لاس مینځل د ساري ناروغیو ۴۴ سلنه او نورو ناروغیو ۲۴ سلنه د خطر اندازه را ټيټه کړې ده، او ټینګار یې وکړ چې پاکو اوبو، تشناب او روغتیا ساتنې برخو ته د ماشومانو لاسرسي په موخه خپل ماموریت ترسره کولو ته ژمن دۍ.
د غونډې په پاي کې په سمبولیک ډول په صابون سره د لاسو مینځلو سمه طریقه تر سره شوه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS