ډایکنډي کې د لیک لوست زده کړو کورسونو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
د پوهنې وزارت، ډایکنډي: ۲۰۴ تنو په ډایکنډي ولایت کې د سواد زده کړې قراردادې ښوونکو د ۲۰ بستونو لپاره سیالي وکړه.
یاده آزموینه د ډایکنډي په مرکز کې د ولایت د مقام مرستیالې فاطمه اکبري، د پوهنې ریاست او د آزموینې کمیټې غړو په شتون کې واخیستل شوه.
د ولایت د مقام مرستیالې فاطمه اکبري د دې آزموینې له تنظیم کونکو څخه مننه وکړه او وویل چې پدې پروسه کې به وړ او مسلکي کسان به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې وګمارل شي.
همدا رنګه د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمرې زمرد حسیني، د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت او روڼتیا ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي نوموړي زیاته کړه، چې د یادو بستونو ۳ سلنه معلولیت لرونکو اشخاصو ته ځانګړي شوي دي.
اټکل کیږي چې د ۲۰۴ تنو ګدونوالو څخه به ۲۰ تنه د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې ادارې سره په همغږی کې د (BESAF) له لارې په مرکزي، ګیتي، شهرستان او میرامور ولسوالیو کې د لیک لوست زده کړې قراردادي ښوونکو په حیث په دندو وګمارل شي.
