پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
45656465

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره افغانیو لګښت سره جوړه شي، چې ۸ درسي ټولګي، احاطوي دېوال او نورې اړین ملحقات به ولري.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو د ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو په برخه کې د سیمې د خلکو له همکارۍ او ونډې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د سلګونو زده‌کوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS