پکتیکا کې د کلیوالي ټولګیو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
په پکتیکا ولایت کې د کلیوالې ټولګیو لپاره د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې ۳۵۰ تنو د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به کلیوالي د ټولګیو لپاره د ښوونکو په توګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دنډو وګمارل شي.
د پکتیکا د پوهنې تدریسی مرستیال محد نسیم واجد د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي
یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د یو نیسف نړیوالی موسسي لخوا استخدامیږي.
د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۱۶۲ تنه پر دندو وګومارل شي، چې له ګومارنې سره به سلګونو تنو ماشو مانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
یاد ټولګي تر دریم ټولګي پورې ددی ولایت ٨ ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې هغه ګلالیو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي کوم چې مکاتبو ته رسیدګي نشي کولای.
