پکتیکا کې د دیلې ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیکا ولایت دیلې ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د ياد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغې ودانۍ کې ۳ اداري خونې، یو دهلېز او یوه د وسایلو خونه په پام کې نیول شوې، چې په بشپړېدو سره به يې د دغه آمریت کارکوونکو ته مناسب اداري چاپېریال برابر شي.
