پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړولو کارونه پیل شول

د پکتیکا ولایت یوسف خېل ولسوالۍ د عبدالبابا ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې ریاست مسئولینو په حضور کې پیل شوې.
دغه پروژه د سیمې د خلکو په ملاتړ د ۲ مېلیونه افغانیو لګښت سره په دوه جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، چې شپږ درسي خونې به ولري.
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د سیمه ییزو خلکو د دې نوښت ستاینه وکړه او دا یې د پوهنیز نظام پراختیا لپاره د خلکو د ژمنتیا نښه وګڼله.