پکتیکا ولایت کې د ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا، د پکتیکا ولایت په تروې او ورمې ولسوالیو کې د خدایمیر، شهداء صالحین او ورمې ښوونځيو جوړولو چارې، د ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په وینا؛ د پورته ذکر شویو مرکزونو په جوړولو سره به د زده کونکو لپاره یو سالم او خوندي ښوونیز چاپېریال رامنځته شي؛ چې دا به د ښوونیز او روزنیز کیفیت لاښه کولو برخه کې خورا اغېزمن تمام شي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د پوهنیز نظام متوازن پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هر ډول هلوځلو درېغ ونه کړي.