پکتیا کې د زرغون معارف تر شعار لاندې په ښوونځیو کې د نیالګیو او د ګلانو د بوټو کرلو لړۍ پيل شوه.
د پوهنې وزارت، پکتیا: پکتیا ولایت کې د پوهنې ریاست د مشرتابه په سپارښتنه په ښوونځیو کې د پاک او سالم تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د (زرغون معارف) تر شعار لاندې د نیالګیو او د ګلانو د قلمو کینولو لړۍ پیل شوه.
پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د څمکنیو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ نږدې په ټولو ښوونځيو کې، په دې ولسوالۍ کې د میشتو ملي سوداګرو، قومي مشرانو، ځوانانو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې امریت کارکوونکو په ملتیا ټول ټال د (۵۰۰) په شاوخوا کې بيلا بيل نیالګي او ګل بوټي کینول.
د پوهنې رئیس د یاد شعار د عملي کولو په موخه د پکتیا ولایت اړوند ټولو ولسوالیو د پوهنې امرینو ته هدایت ورکړ، څو د اولسونو په مرسته د ښوونځیو چاپېریال د نیالګیو په کېنولو سره سمسور کړي او خوندي ساتلو ته یې هر اړخېزه پاملرنه و کړي.
پوهنې رئیس د یاد کار موخه، له یوې خوا په ښوونځیو کې د پاک، سالم او صحي چاپېریال را منځته کول بولي او له بله اړخه یاد کار د هر افغان انساني دنده او وجیبه ګڼي، څو د هیواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره یو، یو نیالګی کینوي.
پوهنې رئیس، د پکتیا ولایت پر روڼ آنده اولسونو، ملي سوداګرو، ځوانانو او دیني عالمانو غږ وکړ، څو د یاد کمپاین د لا بډاینې په موخه د پوهنې ریاست سره ګډ کار وکړي، د خپل ځان، هیواد او اولس لپاره په سیمه ییزو ښوونځیو کې نیالګي کینوي.
