پوهنې وزیر په کابل ښار کې د جوګیانو کمپ څخه د لیدنې ترڅنګ، په یاد کمپ کې د ۳۲۰۰ ماشومانو ښوونیزو ستونزو د حل ژمنه ورکړه.
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د وزارت مشرتابه له یو شمیر غړو سره د کابل ښار جوګیانو کمپ څخه د ښوونیزو ستونزو د حل او څار په موخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد کمپ څخه چې ۸۰۰ کورنې په کې میشتې دي لیدنه وکړه او د ماشومانو ښوونیز حالت او د لویانو غیر رسمي زده کړو حالت او زمینه یې وڅيړله.
پوهنې وزیر په یاد کمپ کې د ۳۲۰۰ ماشومانو ښوونې او روزنې ستونزو د اوریدو ترڅنګ، ژمنه ورکړه چې د یادو ستونزو حل په موخه به جدي کړنې ترسره شي.
د دایمي ښوونځي د جوړولو لپاره هڅې او د شته ځمکو حالت څيړل، په ښوونځيو کې د جوګي ماشومانو شاملولو میکانیزم څیړل او یاد کمپ ته د نژدې ښوونځي د لاسرسي موضوع پر سر د پوهنې وزارت مشرتابه او د جوګیانو د کمپ د مشرانو او اوسیدونکو ترمینځ خبرې وشوې.
