پوهنې وزیر په لندن کې د نویو ښوونیزو ډولونو د څيړنې په موخه د Tollgate لمړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۲۱:۳
پوهنې وزیر په لندن کې د نویو ښوونیزو ډولونو د څيړنې په موخه د Tollgate لمړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- لندن: د افغانستان پوهنې وزیر ډاکټر محمدمیرویس بلخي انګلستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د لندن د Tollgate لمړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه. دا لیدنه د بریتانیا په ښوونځيو کې د نویو ښوونیزو ډولونو د څيړلو په موخه تر سره شوه. د افغانستان پوهنې وزیر د دې لیدنې به ترڅ کې د لندن Tollgate لمړني ښوونځي له زده کوونکو، مدیر او ښوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې. ډاکتر بلخي د یاد ښوونځي د ښوونیز سیسټم څخه د خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه چې د افغانستان پوهنې وزارت مشرتابه په کوښښ کې دي چې په بیلابیلو هیوادونو کې د ښوونیزو ډولونو او نمونو په ارزونې سره، د افغانستان لپاره یوه مناسب ښوونیز سیسټم ته ورسیږو. د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ. د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS