پوهنې وزیر (سواد د ټولو لپاره) د شعار ترنامه لاندې د معرفت حیاتي سواد لیسې د ثبتولو په مراسمو کې ګډون وکړ
پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، ښوونځي څخه لیسې ته د معرفت حیاتي سواد ښوونځي د ارتقا او ثبتولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې پروګرام کې چې د معرفت لیسې د ترانه ویونکي او لوبو ټیم د اجرا سره یوځای وو، د معرفت لیسې د ثبتولو نه وروسته د سواد ټولو لپاره ترنامه لاندې د یادې لیسې د خوبونو د ۵ ګام د پلي کولو څخه یادونه وشوه.
پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ښوونې او روزنې د پراختیا په لاره او د زده کوونکو د زده کړې مهارتونو لپاره د یادې لیسې د هڅو او کوښښونو څخه د ستاینې ترڅنګ، په غوره معیارونو او ستندردونو د لمړنۍ دروې د کتابونو د تکمیل او په نوي کال کې د هغو کتابونو د ویش په تړاو زده کوونکو ته زیرۍ او ښه خبر ورکړل شو.
پوهنې وزیر، پوهنې وزارت کې د بنسټيزو اصلاحاتو د راوړلو څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ښوونې او روزنې نظام به په بنسټيز ډول ۱۸۰ درجې به په یو داسې شکل تغیر وکړي چې له دې وروسته به پوهنې وزارت د ښوونځي او زده کوونکي په چوپړ کې وي.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي پوهنې وزارت کې د نویو اصلاحاتو په چوکاټ کې د مدیریت سیسټم د مینځ ته راوړلو څخه خبر ورکړ.
پوهنې وزیر د نوي ښوونیز نصاب پرمخ له کار څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې نوي ښوونیز نصاب به د وړتیا له پلوه هر اړخیز وي او هڅه کوي چې تکړه او مهارت لرونکي ښاریان ټولنې ته وړاندې کړي، همدارنګه د نوي نصاب پرمخ د کار ترڅنګ، په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پراختیا او ودې لپاره دیجیټلي سواد او ټکنالوژیک مدیریت زمونږ له نورو پروګرامونو څخه دۍ.
پوهنې وزیر د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې د والدینو د ونډې اخیستلو لپاره د پوهنې وزارت په هڅو د ټینګار ترڅنګ، په ټولنه کې د غوره تغیراتو لپاره یې ښه پلار او مور او ښوونکي د بنسټ ایښودنې اساسي ډبره یاده کړه.
د معرفت د مدني ظرفیتونو ارتقا موسسي رئیس رضا کاتب په دې غونډه کې د معرفت حیاتي سواد په برخه کې د ۲۲۵ زده کوونکو له روزلو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې زمونږ د کاري لارې د نقشې پر اساس د ۱۳۹۹ کال تر پایه به دا شمیره ۵۰۰ تنو ته ورسیږي.
د معرفت حیاتي سواد لیسې مدیر ذبیح الله مدیر د سواد زده کړې څخه د پوهنې وزارت د مشرتابه له ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ، د سواد د ودې لپاره یې د یادې لیسې پروګرامونه تشریح کړل.
