پوهنې وزیر د کندهار ولایت د ځوانانو سراسري شورا سره وکتل.
پوهنې وزارت- کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کندهار ولایت د ځوانانو سراسري شورا سره وکتل.
د کندهار ولایت ځوانانو سراسري شورا په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت مشرتابه له کړنو څخه د ستاینې تر څنګ، په ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه په ځانګړي ډول د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو لپاره خپل وړاندیزونه د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړل.
پوهنې وزیر د کندهار ځوانانو سراسري شورا یې د ښوونې او روزنې همکاران یاد کړل او ټینګار يې وکړ چې پوهنې وزارت د مثبتو اصلاحاتو راوستلو لپاره، د فعاله ځوانانو او د مدنې ټولنو فعالانو څارنې او همکاري ته اړتیا لري.
