پوهنې وزیر د کابل ښار ۶ مې تعلیمي حوزې د عبدالعلي مستغني شپې لیسې څخه لیدنه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار ۶مې تعلیمي حوزې عبدالعلي مستغني لیسې د شپې ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
ډاکتر بلخي د دې لیدنې په دوام کې د یادې لیسې زده کوونکو ته په خطاب کې، د شپې دورې زده کوونکو ښوونیزو خدمتونو د ښه والي لپاره د پوهنې وزارت پر پاملرنې ټینګار وکړ.
پوهنې وزیر د شپې دورې زده کوونکو له شوق او زیار څخه خوښي وښوده او د کاري دندې تر څنګ د ښوونې او روزنې لاسته راوړلو لپاره يې د هغوي همت د ستایلو وړ یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د عبدالعلي مستغني لیسه چې په ۶ مه تعلیمي حوزه کې شتون لري د ورځې او شپې په دورو کې ۳۳۰۰ زده کوونکو ته درسي خدمتونه وړاندې کوي.
همدارنګه دا لیسه په دوه درسي وختونو کې، ۸۶ ورځنيو ټولګیو او ۹ شپې ټولګیو کې زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
