پوهنې وزیر د فراه ولایت د بې ودانیو ښوونځيو ستونزو حل لپاره د اقرا پروژې د دوهم پړاو له پیل څخه خبر ورکړ
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د فراه ولایت له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره په لیدنه کې، د یاد ولایت د بې ودانیو ښوونځيو ستونزو حل لپاره د اقرا پروژې د دوهم پړاو له پیل څخه خبر ورکړ.
په دې لیدنه کې د درسي کتابونو د کمښت، د مسلکي ښوونکو د کمښت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست یو شمیر ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.
ډاکتر بلخي د ښوونې او روزنې سره د فراه د خلکو له لیوالتیا څخه د مننې ترڅنګ، د یاد ولایت د ښوونې او روزنې ستونزو د حل او څار ژمنه ورکړه.
د دې لیدنې په پای کې د فراه ولایت مشرانو او ځونانو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د حالت ښه والي څخه یادونه وکړه او د پوهنې وزیر غوره کړنې یې وستایلې.
