پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره د تعلیمي نصاب د اصلاح په اړه د عامه پوښتني غونډه ترسره کوي

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۸ - ۱۱:۴۳
p>پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره د تعلیمي نصاب د اصلاح په اړه د عامه پوښتني غونډه ترسره کوي د ۱۳۹۸ د لړم ۱۸مه
د پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزارت دښوونې او روزنې په بهیر کې د خلکو ګډون د تعلیمي نصاب د اصلاح په موخه د هيواد اوسیدونکو نظریات راټول او د لومړي څل لپاره مشورتي غونډه ترسره کوي. دغه غونډه چي د روان کال د لړم میاشتې د ۲۰ تر ۲۳ مي نیټې ترسره کیږي موخه داده چي د هيواد بیلابیل اقشار د تعلیمي نصاب په اړه خپل نظریات د پوهنې وزارت سره شریک کړي. په نظر کې ده چې په دي غونډه کي نږدي ۳۰۰ تنه د ښوونځيو معلمان، د ښوونې اوروزنې متخصصان، د پوهنتنونو استادان، د زده کوونکو کورنى، د دولتي ادارو کارکوونکي، د علماء شورا او د بشري حقونو کمیسیون استازي ګډون وکړي. پوهنې وزارت هوډ لړي ترڅو راتلونکې تعلیمي نصاب د هيواد د اوسیدونکو د نظریاتو پر بنسټ قابلیت محور نصاب جوړ کړي. د دي غونډي ګډونوال دنده لري ترڅو د کاري ګروپونو په چوکاټ د لیسې دورې د رشته بندی د مضامینو یوځای کيدل ُ د ژبو روزني او د هر اړخیزه تعلمیاتو په اړه بحث وکري. د دي غونډي نتایج د وګړو پیشنهادي کړنلاري په ډول د تعلیمي نصاب په اصلاح کي په نظر نیول کیږی. د دي غونډي بلنه نږدې یو میاشت مخکې د پوهنې وزارت د اجتماعي صفحاتو له لاري نشر شوې وه او د هيواد والو څخه په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې وه. د ۱۳۹۸ تر ۱۴۰۹ کلنو د پوهنې په لسیزه نومول شوې ده او پوهنې وزارت هوډ لري ترڅو د هېوادوالو د پوهنې په لسیزه کې خپل نظریات او تصامیم د ښوونې او روزنې په برنامو او پلانونو کې ووینې .

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS