په کندوز کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د کندوز ولايت مرکز اړوند حاجي ګلستان لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ د شاوخوا ۳ لکه ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه٠
دغه ودانۍ ۱۲ درسي خونې مجهز کمپيوترلب او معياري ازمېښتون لري٠
د کندوز پوهنې رئیس محترم مولوي حزب اللّٰه مبشر وویل: " د ښوونځي د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د زدهکوونکو لپاره خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شو٠"
