په ښوونځيو، دولتي او خصوصي بنسټونو کې د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو روڼتیا او کیفیت سروې راپور
د پوهنې وزارت_کابل: په دې وروستیو کې پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان پرانستې حکومتوالۍ مشارکت (OGPA) پر اساس د مدني ټولنو بنسټونو په همغږۍ د شته ستونزو د له مینځه وړلو په موخه د زده کړې او تحصیل کیفیت او روڼتیا باندې د مدنې ټولنو ګټور څار طرحه جوړه او تصویب کړه.د دې طرحې د تصویب سره، پوهنې وزارت او د مدني ټولنو بنسټونه د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي څخه د زده کونکو او ښوونکو د رضایت سروې د هیواد په پنځو ولایتونو(کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او بلخ) کې د دولتي او خصوصي ۱۴۰ ښوونځيو په شمول د ۲۵۷۸ زده کوونکو او ۴۷۶ ښوونکو په ګډون په لاره واچوله.په دې سرورې کې لاسته راغلي موندنې او ارقام، د یادو پنځو ولایتونو په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د ښوونې او روزنې سیستم مختلفې زاوېې په ځانګړي ډول د زده کوونکي او ښوونکي ښیي.د ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو د شفافیت او کیفیت رضایت سروي مکمل راپور لاسته راوړلو لپاره چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوي، مهرباني وکړۍ لاندې لینک ته ولاړ شۍ.
