په هلمند کې زده کوونکو د خپل ښوونځۍ سره د ۵۰۰۰ جلده کتابونو مرسته وکړه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند د غربي لښکري بازار ښوونځي زده کوونکو د همدې ښوونځي سره د ۵۰۰۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د همدې ښوونځي زده کوونکو دا کار د خپل ښوونځي د کتابونو د نشتون په موخه کړی تر څو نور زده کوونکي د هغه کتابونو څخه ګټه واخلي چي د زده کوونکو په مټ د کورونو څخه راټول شوي دي.
د یادو ۵۰۰۰ جلده کتابونو ښوونځي ته سپارولو په موخه غونډه نیول شې وه چي د هلمند پوهنې ریاست سرپرست سردار محمد صمیم او د همدې ریاست د نشراتو مدیر رحمت الله داوري هم ګډون درلود.
د پوهنې ریاست سرپرست د زده کوونکو یاده کړنه وستایله او زیاته یې کړه چي زده کوونکي کولای شي د ښوونځي د ستونزو په کمولو کي بشپړ رول ولوبوي.
د یادوني ده چي دوه ورځي وړاندي د لښکرګاه ښار منځنۍ ښوونځي سره د یو نابینا ولسي وګړي له لوري د ۷۶۱ جلده کتابونو مرسته وشوه.
