په هلمند کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پای ته ورسوی تر سرلیک لاندي غونډه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۹:۳۶
په هلمند کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پای ته ورسوی تر سرلیک لاندي غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند B-3 ښوونځۍ کي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنوي کمپاین پیل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د B-3 ښوونځۍ په انګړ کې جوړه شوې وه د هلمند والي تر څنګ د هلمند پوهنې رئیس، د بشري حقونو د کمیسیون رئیسې، د بیلابیلو ښوونځیو مدیرانو او ګڼو زده کوونکو برخه درلودل.
یادکمپاین چي د زون په کچه ۱۶ ورځي وخت کې تر سره کیږي چي د هلمند په ګډون کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو کي په لاره اچول کیږي.
د یاد کمپاین د پیل په مراسیمو کي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی نه یوازي په قانون کي بلکي په اسلام مبارک دین کي هم منع شوی او هغوي یې د ټولني د بریا سبب یادي کړې.
تورنجنرال یاسین خان همدا راز وویل د ټولو نارینو په بریا کي ښځه پراخه ونډه او مهم رول لري همداراز یې د ګډونوالو غوښتنه وکړه چي په خپلو کورنیو کي د شرعیت او قانون په چوکاټ کي تاوتریخوالی له منځه یوسئ.
همدا راز د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي او د حل په موخه خبري وکړې.
صفاري زیاته کړه چي یو شمیر کورنۍ نارینه اولادونه تر انجونو مهم ګڼي چي په دې سره هلکان ځان د انجونو په پرتله لوړ ګڼي.
هغه وویل چي کورنۍ دي هڅه وکړي چي د خپلو ماشومانو سره توپیري چلند ونه کړي او خپل اولادونه سالمه زده کړه او په پوهي سمبال کړي.
د یادوني وړ ده، چې د مشارکت موسیسې لخوا د هلمند پوهنې رئیس رواني چاري او هڅي د ستاینلیک په ورکولو وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS