په هلمند ولایت کې د یو دارالعلوم د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۰:۱۸
123

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د ملکي او نظامي ادارو د مسئولینو، دیني علماوو او مشرانو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، دارالعلوم محمودیه د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد دارالعلوم په لس نيم جرېبه ځمکه کې جوړيږي چې ځمکه یې د دغه ولايت د يو تن ملي سوداګر حاجي سيف الله له لوري ورکړل شوې ده.
په ورته مهال د یاد دارالعلوم د ودانۍ لګښت ۴۰۰ زره امریکايي ډالره اټکل شوی، چې د یاد ولایت د یو بل ملي سوداګر حاجي نظر محمد اکا له لوري ورکول کیږي.
د یاد دارالعلوم مسئول مولوي فدا محمد منصور وايي: دغه دارالعلوم به په دوو پوړونو کې چې د ۳۵۰ زده کوونکو ظرفیت به ولري په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، چې د يو جومات سربېره به د مطالعې لپاره شنه سیمه او تفريحي ځايونه هم ولري. 
د هلمند پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري، د هېواد د پوهنې له نظام سره د د یادو سوداګرو له مرستو د مننې او هرکلي په ترڅ کې زياته کړه، د دغه ديني مرکز د جوړېدو چارې به د هلمند پوهنې رياست د انجنيري ټېم له لوري پلې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګي تاسیس شول

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د ملاتړ کوونکو ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو تر څنګ د سیمه‌ییزو، چټکو او مخکې له ښوونځي څخه د زده‌کړې ټولګي پراخ کړي دي؛ هغه نوښت چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

د کندهار ولایت میانشین ولسوالۍ د زمتو په سیمه کې د اسحاق‌زي ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۷.۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، سیمه‌ییزو حکومتي. . .

BACK TO NEWS