په هرات ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۷
yert

د هرات ښار د خیریه چارو او د پوهنې ملاتړي حاجي امین‌الله امیني له لوري، د یاد ولایت د مرکز هاتفي لېسې ته ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ چې ارزښت یې ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي، ډالۍ کړې.
د هرات پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د نوموړي خیرپال شخصیت له دغې مرستې څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ وویل:« د دغو مېزونو او څوکیو په ورکړې سره به د یادې ښوونیزې ادارې د زده‌کوونکو یوه برخه ستونزې هوارې شي».
همدارنګه نوموړي له نورو علم‌پروره شخصیتونو، سوداګرو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې د پوهنې د پرمختګ او ودې په موخه له ښوونیزنظام سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS